Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2021

د بشر حقونو څار نړیوال بنسټ افغانستان کې پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي اندېښنه وښوده

0
د بشر حقونو څار نړیوال بنسټ افغانستان کې پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي اندېښنه وښوده

د کابل په لوېدیځ کې وروستیو بمي چاودنو او بریدونو په نړیواله کچه اندېښنې راپارولې دي.

تازه د بشر حقونو څار نړیوال بنسټ وايي چې دوی په افغانستان په ځانګړي ډول په پلازمېنه کابل کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه ژوره اندېښنه لري او دا په داسې حال کې کېږي چې نړیواله ټولنه له افغانستانه په وتو ده.

د بشر حقونو د څار بنسټ د ښځو برخې مسؤلې هیدر بار د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۴» ازادي راډیو ته وویل: "موږ د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په تړاو د هغو بدو خبرونو په اړه چې له افغانستانه، له کابله او له ټول هېواده راځي ژوره اندېښنه لرو. په حقیقت کې دغه حملې په ځانګړې توګه هزاره توکمه هدف ګرځوي، پر روزنیز بنسټونو زیاتېدونکې حملې دي لکه څو اوونۍ وړاندې چې په دشت برچي کې وشوه او دغه‌راز هغه حملې چې ښځې او نجونې هدف ګرځوي. زموږ تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې دا داسې مهال پېښېږي چې نړیواله ټولنه له افغانستانه په وتو ده، تاوتریخوالی په زیاتېدو دی او د نړیوالې ټولنې په شمول هېڅوک هم دې ته پام نه‌کوي او لېوالتیا نه‌لري. دا ډېر اندېښمنوونکی وضعیت دی."

تازه تېره ورځ د کابل د شپږمې حوزې اړوند د چهار قعله چهاردهي او د پل سوخته په سیمو کې د ملکیانو د سپرلیو په دوه ښاري ټونس موټرو چاودنې وشوې چې له امله‌یې څلور تنه ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.

له دې وړاندې هم په ورته دوه پېښو کې چې په کاستر موټرو وشوې ۱۰ ملکیان ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

دا په داسې حال کې چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ پېښو زور اخیستی چې له امله‌یې د ملکي مرګ‌ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

پنځه ورځې وړاندې د کابل په ګاونډ پروان کې د البیروني پوهنتون د استادانو او محصلینو په کاستر موټر په شوې ماین چاودنه کې د استادانو او محصلینو په ګډون څلور تنه ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

دغه‌شان وخت نا وخت له هلمند او کندهاره هم د ملکیانو پر موټرو د چاودنو له امله د مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

په ورته وخت کې کابل ښاریان په ځانګړې توګه د کابل د لوېدیځ ځیني اوسېدونکي هم وروستیو بریدونو او چاودنو اندېښمن کړي دي.

د دوی له ډلې عبدالله میرزايي وايي: "موږ سخت اندېښمن یو، څوک چې دندنې لري، په دې وېره کې دي چې مرګونی برید ورباندې ونه‌شي، هېڅ سړی نه‌پوهېږي چې څه وکړي، له هر موټره ډارېږي چې اوس به چاودنه په‌کې وشي، موږ اندېښمن یو."

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په سیدالشهدا ښوونځي له خونړۍ موټر بم حملې وروسته ولسمشر د جمهوري ریاست دوهم معاونیت ته د یوې هر اړخېزې امنیتي طرحې د چمتو کولو لارښونه کړې.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش ویلي چې د کابل د لوېدیځ خلک د ترورېزم له ګواښ سره مخ دي او هره ورځ د جمهوریت د ساتنې لپاره قرباني ورکوي.

د ښاغلي دانش د دفتر د مطبوعاتو او اړیکو د دفتر رئیس محمد هدایت ازادي راډیو ته وویل چې له عامو خلکو، دیني عالمانو، د خلکو له استازو او نورو اړوندو بنسټونو سره له سلا مشورو وروسته‌یې امنیتي طرحه چمتو کړې او تېره اوونۍ یې جمهوري ریاست ته د څېړنې او تأیید لپاره استولې ده.

ښاغلی هدایت زیاتوي: "طرحه چمتو شوې تېره اوونۍ جمهوري ریاست ته وسپارل شوه، د دې طرحې عاجلې برخې د ولسمشر له هدایت سره سم د اجرا وړ دي، اصلي او ټوله‌ییزه طرحه د جمهوري ریاست او امنیت شورا تر څېړنې لاندې ده، تمه ده چې پراختیا پیدا کړي او بشپړه د اجرا وړ وي."

په ورته وخت کې، په امنیتي او سیاسي چارو کې د افغان ولسمشر ارشد سلارکا محمد محقق بیا په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې د خلکو د دښمنانو له لوري په دشت برچي کې هره ورځ د ملکیانو په موټرو جنایتکارانه پېښې ترسره کېږي.

ښاغلی محقق لیکي: "د ملي امنیت له لوري د کابل لوېدیځ لپاره د امنیتي طرحې رد کېدل، د خلکو په عمومي افکارو کې پوښتنې راولاړې کړي چې باید د خلکو د امنیت لپاره سم امنیتي تدابیر ونیول شي."

خو محمد هدایت که څه هم د امنیتي محرمیت له امله د طرحې په اړه زیات جزئیات نه‌ورکوي، خو زیاتوي چې دغه طرحې دوه بنسټیزې برخې لري، یو د کابل په لوېدیځ کې د امنیتي او کشفي بنسټونو ظرفیت لوړول او دوهم دا چې په امنیت کې نېغ په نېغه خلکو ته ونډه ورکول دي.





Губернаторы России
Москва

Неделя мэра: парад кадетского движения Москвы, госнаграда и открытие пешеходной галереи





Москва

Слушатель из Смоленска выиграл на «Авторадио» «Москвич 3»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Неделя мэра: парад кадетского движения Москвы, госнаграда и открытие пешеходной галереи



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Ольга Бузова

Собчак призвала власти прокомментировать "стриптиз" Бузовой перед школьниками в Уфе




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Спортсменка Росгвардии установила рекорд в командном спринте на «Гран-при Санкт-Петербурга»

Спортсмены из Росгвардии стали призерами соревнований по велоспорту в Москве

Ученики школы №1354 одержали победу в финале Московской спартакиады молодежи допризывного возраста


Анна Калинская

«Контракта на экипировку у меня до сих пор нет» // Теннисистка Анна Калинская о лучшем сезоне в своей карьере



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: В Московском регионе более 62 тысяч семей распорядились материнским капиталом через банки



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России