د امازون شرکت مؤسس او ورور یې فضا ته سفر کوي
![د امازون شرکت مؤسس او ورور یې فضا ته سفر کوي](https://gdb.rferl.org/E04434EF-6BF1-4BCB-B520-4B4251795F73_w800_h450.jpg)
د امازون شرکت مؤسس جیف بیزوس وایي، دی او ورور بهیې راتلونکې میاشت د ده د شرکت بلو اوریجن لهخوا جوړه شوې فضایي بېړۍ کې فضا ته سفر وکړي.
بیزوس نن دوشنبه په انستاګرام پاڼه کې ویلي چې له پنځه کلنۍ یې فضا ته د تلو خوب لیده چې هغه ته به د جولای په ۲۰مه عملي بڼه ورکړي. هغه ویلي چې له خپل ورور او نږدې ملګري سره به دغه هیجاني سفر سر ته ورسوي.
بلو اوریجن (Blue Origin) وویل چې بیزوس او د هغه ورور مارک به لومړني کسان وي چې د دې شرکت په نیو شیپارډ بېړۍ که فضا ته ځي.
په دې بېړۍ کې درېیم ځای داوطلبي ته سپارل شوی چې تر اوسه د نړۍ له ۱۴۳ هېوادونو نږدې ۶ زره کسانو پهکې ګډون کړی دی. تر اوسه د دغې څوکۍ بیه دوه ملیون او اته لکه ډالرو ته رسېدلې. دغه داوطلبي پنځه ورځې وروسته د جون په ۱۲مه پای ته رسېږي.