پاکستان کې د رېلګاډي د ټکر له امله د مړو شوېو شمېر ۶۲ ته لوړ شو
د پاکستان په جنوب کې د ریلګاډي د ټکر له امله د مړو شوېو شمېر ۶۲ ته لوړ شو.
په دې پېښه کې چې د سیند ایالت د ډهرکي په نوم ښارګوټي کې پرون وشوه په لسګونو کسان ټپیان شوي هم دي.
په سیمه کې، د ټکر یوه عیني شاهد شیر محمد اسوشیټیډ پریس اژانس ته وویل: "ما خلک ولیدل چې هر لور ته پراته وو، ماشومان د ریل دننه بند پاتې وو، ژړل یې او د مرستې لپاره یې چیغي وهلې. موږ ځینې وژغورل، د حکومت د ژغورنې ډلې راغلې او عملیات یې پيل کړل. موږ د سیمې له پولیسو سره مرسته وکړه چې خلک د ښار سیمه ییزو روغتونونو ته په موټرو کې ورسوي."
دا ټکر هغه وخت وشو چې یو ریل له کراچۍ سرګودا ته روان و او تر سپېده چاود مخکې له بل رېل سره چې له راولپنډۍ را روان و، ټکر شو.
د رېل دا کرښه به د نن ورځې په وروستیو کې پرانیستل شي.