د بدخشان په لاریونونو کې درې تنه وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي
![د بدخشان په لاریونونو کې درې تنه وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي](https://gdb.rferl.org/7c01ebf2-0d3c-4cc4-85cb-e941d21d2ed4_tv_w800_h450.jpg)
د بدخشان عامې روغتیا ریاست وايي چې د ډزو او تیږو د ویشتلو پر مهال ۴۶ لاریون کوونکي ټپيان او درې نور وژل شوي دي.
د بدخشان ولایت سلګونه اوسېدونکو نن دغه ولایت کې د نا امنۍ، د څښاک اوبو د نشتوالي او د شورابک برښنا بند د پرانیستلو په اعتراض لاریون وکړ او دغه لاریون کې دولتي تأسیساتو ته اور اچول شوی دی.