د افغانستان او عمان فوټبال لوبډلې سبا سیالۍ کوي
د فوټبال نړیوال جام او د اسیاد اتلولۍ جام ته د لارموندنې د سیالیو په دوام سبا د افغانستان او عمان د فوټبال ملي لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل چې دا سیالۍ به د افغانستان په وخت د شپې په شل کم لس بجې پیل شي.
ښاغلی مشعوف زیاتوي: "له هره اړخه چې فکر وکړئ د عمان ځای پورته دی. هغوی تر موږ په لوړه رده کې دي، خو موږ مخکې هم ښودلې چې له هېچا نهوېرېږو. موږ سبا شپه د ښې پایلې د ترلاسه کولو په هدف د عمان په وړاندې د لوبې ډګر ته وځو. ښه تمرینونه مو کړي، له بنګلهدېش سره د ترخې تساوي وروسته اوس ټیم بېرته روحیه ترلاسه کړې."
یوه اوونۍ مخکې له بنګلهدېش سره د افغانستان د فوټبال لوبه یو د یو په وړاندې برابره شوه.
د افغانستان د فوټبال ټیم به د جون په ۱۵مه په خپله درېیمه او وروستۍ لوبه کې د هند په وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي.