د بښنې سازمان: نړیواله ټولنه دې افغانستان سره روغتیايي مرستې وکړي
![د بښنې سازمان: نړیواله ټولنه دې افغانستان سره روغتیايي مرستې وکړي](https://gdb.rferl.org/2192DF69-1254-49A6-9321-FE7B3C4A37F3_w800_h450.jpg)
د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان له حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره دې د اکسیجن د کموالي د ستونزې د حل او د کرونا ضد واکسین د تطبیق لپاره اقدام وکړي.
دغه سازمان نن جمعه (د غبرګولي ۲۱مه) په یوه اعلامیه کې غوښتنه کړې چې د نړیوالې ټولنې له خوا دې سم د لاسه له افغانستان سره روغتیايي مرستې وشي.
د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې ده.
په دغه سازمان کې د اسیا د برخې څېړونکي زمان سلطاني په اعلامیه کې ویلي چې دا مهال د واکسین کموالی او نشتوالی یوه لویه ستونزه ده او مخکې تر دې چې ناوخته شي باید اقدام وشي.
د افغانستان روغتیا وزارت تېره چهارشنبه او پنجشنبه د کرونا ویروس ۱۸۰۰ مثبتې پېښې ثبت کړي چې بې سارې ګڼل کېږي.