چارواکي: روسیه ایران ته د سټلایټ سیسټم د ورکولو په چمتووالي بوخته ده
ځینو چارواکو ویلي چې روسیه ایران ته د سټلایټ د پرمختللي سیسټم د ورکولو په چمتووالي بوخته ده.
د امریکا او منځني ختیځ ځینو اوسنیو او پخوانیو چارواکو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي، د روسیې دا کار به په سیمه او له هغې هاخوا د تهران څارنه لا پراخه او پرمختللې کړي.
په راپور کې راغلي چې په روسیه کې جوړ شوی د کانوپوس-وي (Kanopus-V) نوم د سټلایټ سیسټم او پرمختللې کامره یې ښايي په څو ماشتو کې فعاله کړای شي.
د واشنګټن پوسټ په وینا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دې موضوع په اړه له تبصرې ډډه وکړه.
دا خبر داسې وخت خپرېږي چې د ایران د اټمي پروګرام د محدودولو په هدف د نړیوال تړون د بیا برحاله کېدو لپاره سختې خبرې روانې دي.
بل خوا ټاکل شوې د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن را روانه چهارشنبه په جنیوا کې له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره وګوري.