ننګرهار چارواکي: د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۵ کسان نیول شوي
![ننګرهار چارواکي: د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۵ کسان نیول شوي](https://gdb.rferl.org/8EA69049-0B72-4988-BAE5-D9F45CFB5361_w800_h450.jpg)
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د یوې اوونۍ په لړ کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۵ کسان نیول شوي دي.
د دې قوماندانۍ ویاند، لومړي څارن فرید خان نن جمعه (د غبرګولي ۲۱مه) رسنیو ته وویل، نیول شوېو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی: "د ننګرهار پولیسو په مرکز جلال اباد او د ولسوالیو په مربوطاتو کې ۱۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي. په دغو جرمونو کې غلا، غصب، قاچاق، جنګ او له طالبانو سره د اړیکو موضوع شامله ده."
د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، له نیول شوېو کسانو پوښتنې- ګروېږنې روانې دي.