سعودي: ۶۰ زره سعودي وګړي د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه لري
![سعودي: ۶۰ زره سعودي وګړي د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه لري](https://gdb.rferl.org/6267ee1d-c038-4263-8510-c027167578a6_w800_h450.jpg)
د سعودي عربستان چارواکي وايي، د دغه هېواد په زرګونو واکسین شوي وګړي به سږکال د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ولري.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس د حج او عمرې وزارت په حواله راپور ورکړی چې دغه مراسم به د سعودي عربستان ۶۰،۰۰۰ وګړو او اوسېدونکو ته پرانیستي وي.
وزارت وايي، هغه کسان چې غواړي د حج فریضه ادا کړي باید جدي ناروغي ونه لري، واکسین شوي وي، عمرونه یې د ۱۸ او ۶۵ کلونو ترمنځ وي.
د کرونا تر وبا مخکې هر کال تر دوو میلیونو ډېرو کسانو د حج په مراسمو کې برخه اخېستله.
چارواکو تېر کال د سعودي عربستان یوازې زرو کسانو ته په دغو مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړه.
په پام کې ده، سږکال د حج مراسم د جولای میاشتې له ۱۷مې تر ۲۲مې وشي.