د فوټبال افغان لوبډله هند سره هم د لوبې ډګر ته وځي
ټاکل شوې چې د فوټبال د اسیا د ملتونو او نړیوال جام لوبو ته د لارموندنې په سیالیو کې افغانستان خپله وروستۍ لوبه له هند سره ترسره کړي.
دا لوبه به د روانې اوونۍ د چهارشنبې په شپه ترسره شي.
د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې عمان افغانستان ته د یو ګول په توپیر ماته ورکړه او په دې ماتې سره په روانو سیالیو کې د افغانستان د مخکې تګ چانس ختم شو.
د تېرې شپې د سیالۍ په لومړۍ نیمايي لوبه د یو-یو ګول په کولو مساوي مخکې لاړه، خو د دوهمې نیمايي په لومړیو کې عمان لوبډله د دوهم ګول په کولو هم وتوانېده او د افغانستان لوبغاړو د بریا هیلې يې په اوبو لاهو کړې.
له دې سیالۍ وړاندې افغانستان له بنګله دېش سره خپله لوبه مساوي پای ته رسولې وه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي، له هندوستانه د لوبې د ګټلو لپاره به افغان لوبډله پوره تیاری ولري او هڅه به وکړي چې دغه لوبه وګټي.
افغانستان د دې سیالیو په E ګروپ کې له عمان، کوربه قطر او بنګله دېش سره لوبې وکړي، خو له هند سره يې وروستۍ لوبه پاتې ده.
له دې ګروپه به بل پړاو ته دوه مخکښې لوبډلې لاړې شي. قطر او عمان لوبډلې تر نورو لوړې نومرې لري.
هاخوا د افغانستان د فوټبال د نجونو له شلو کلونو کم عمره لوبډلې د منځنۍ اسیا د هېوادونو په سیالیو کې له ازبیکستان نه ۱۱ د صفر په وړاندې ستره ماتې وخوړه.
په دې سیالۍ کې چې تېره ورځ ترسره شوه افغان لوبډله تر اخره ونه توانېده چې کوم ګول ووهي.
افغان لوبډله به له دې وروسته، له قزاقستان، او تاجکستان سره هم لوبه ولري.