د چمن سوداګرو کوټې ته ورغلې لار د احتجاج په ډول تړلې
![د چمن سوداګرو کوټې ته ورغلې لار د احتجاج په ډول تړلې](https://gdb.rferl.org/001ffc7c-9e8d-4949-968d-e5e03980a379_cx0_cy14_cw0_w800_h450.jpg)
ځايي سوداګرو د چمن ښارګوټي په ۳۰ کیلومیټرۍ کې پرتې سیمې کوږک غره کې لاره بنده کړې ده. دغو سوداګرو وروسته له هغې پر احتجاج لاس پورې کړ چې د هغوی په وینا، سرحدي ځواکونو د هغوی په مالونو بار ۲۲ لارۍ تر نیولو وروسته کسټم چارواکو ته وسپارلې.