پکتیا کې یو نوی جوړېدونکی روغتون په بمونو الوزول شوی
په پکتیا کې یو نوی جوړېدونکی روغتون په بمونو نړول شوی دی.
د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل رسنیو ته وویل چې دغه روغتون تېره شپه وسلهوالو طالبانو د دې ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې په بمونو الوزولی دی.
دی وایي، یاد روغتون د ۷۷ ملیونه افغانیو په لګښت جوړېده او چارې یې ۷۰ سلنه ترسره شوې وې.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه د افغان چارواکو د دې څرګندونو او تور په اړه څه غبرګون نهدی ښوولی.