Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2021

ناټو: د کابل نړیوال هوایي ډګر په څېر د مهمو تأسیساتو د امنیت په اړه کار روان دی

0
ناټو: د کابل نړیوال هوایي ډګر په څېر د مهمو تأسیساتو د امنیت په اړه کار روان دی

له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په درشل کې د کابل نړیوال هوایي ډګر (د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر) او بهرنیو سفارتونو په ګډون د مهمو بنسټیزو تأسیساتو د امنیت د خوندي کولو په اړه مختلف لوري بېلابېلې څرګندونې کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، د ناټو غړي هېوادونه په دې کار کوي چې له افغانستان سره د خپل ملاتړ په دوام د کابل د نړیوال هوایي ډګر په څېر د مهمو تأسیساتو امنیت په څه ډول خوندي کولای شي.

سټولټنبرګ دغه څرګندونې د ناټو د غړو هېوادونو د سرمشریزې په درشل کې د تېرې جمعې په ورځ په بروکسل کې په یوه انلاین خبري غونډه کې وکړې.

سټولټنبرګ وویل، د کابل نړیوال هوایي ډګر چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو یوه مهمه کړۍ بلل کېږي په څېر د مهمو تأسیساتو د امنیت د خوندي کولو په اړه کار روان دی او دا موضوع به د ناټو د سبا ورځې د سرمشریزې په اجنډا کې هم شامله وي.

ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "موږ په دې اړه چې د کابل نړیوال هوایي ډګر په څېر، مهم بنسټیز تأسیسات په څه ډول ساتلی او مراقبت‌یې کولای شو د ناټو له متحدینو سره کار کوو او په دې اړه مو کار پیل کړی دی. یو خو دا هغه څه دي چې ناټو یې ملاتړ کوي او له بلې خوا موږ دا څېړو چې د ناټو متحدین په څه ډول کولای شي چې په دغه هڅه کې ونډه واخلي. په دې اړه چې په مشخصاً په څه ډول موږ د هوایي ډګر لپاره ملاتړ ته دوام ورکولای شو، د ترکیې په ګډون له مختلفو متحدینو سره خبرې روانې دي ترڅو دا مسئله یقیني کړو چې هوایي ډګر د نړیوالو معیارونو پر اساس فعالیت ته دوام ورکړي."

د ناټو عمومي منشي دغه‌راز وویل چې دا یوازې د ناټو لپاره نه، بلکې هوایي ډګر او ټول مهم بنسټیز تأسیسات د ټولې نړیوالې ټولنې لپاره مهم دي، د ټولو هېوادونو د ډیپلوماتانو د حضور لپاره او هم البته د پرمختیایي مرستو او د بېلابېلو مرستندویه سازمانونو لپاره هم مهم دي.

په اوس وخت کې د ناټو شاوخوا دوه زره سرتېري د کابل هوایي ډګر کې مېشت دي او د دې هوایي ډګر امنیتي چارې هم مخ ته وړي.

په دې وروستیو کې ترکي رسنیو داسې راپورونه ورکړل چې ګواکې ترکیه غواړي د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته یو شمېر سرتېري په کابل کې پرېږدي چې د دغه هوایي ډګر امنیتي چارې سمبالې کړي.

د دغو راپورونو په غبرګون کې د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، دا د افغانستان دولت مسؤلیت دی چې د دغو تأسیساتو امنیت خوندي کړي او افغان امنیتي ځواکونه اوس د دې وړتیا لري چې د خپلو هوایي ډګرونو امنیت وساتي.

د دې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ وویل: "هوايي ډګرونه به له نړیوالو معیارونو سره سم فعال پاتې شي، د ملي امنیت سلاکار د انتقال پروسې دا برخه هم له نږدې څاري. افغانستان زموږ دی او ساتنه‌یې زموږ دایمي مکلفیت دی دا مهال افغانان تر بل هر وخت د دې مکلفیت د ادا کولو جوګه شوي دي."

په عین حال کې طالبانو هم په دې اړه غبرګون ښکاره کړی او پرون‌یې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو موجودیت که هغه په هر نوم وي افغان ولس او دوی ته د منلو نه‌دی.

طالبانو ویلي که نړیوال دغه تېروتنه وکړي نو به "اسلامي امارت" هغه ته د اشغالګر په نظر وګوري او په وړاندې به‌یې هغه دریځ غوره کړي چې له دې مخکې یې د اشغال په وړاندې خپل کړی دی.

له دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو ویلي و چې له افغانستانه د ټولو ځواکونو له ایستلو وروسته به یو شمېر سرتېري په دې هېواد کې پرېږدي چې د خپل سفارت او ډیپلوماتانو امنیت خوندي کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اعلان له مخې له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر به د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې پورې بشپړ شي.

د ناتو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو د سبا ورځې په سرمشریزه کې به په ټوله کې د افغانستان پر وضعیت او د کابل نړیوال هوایي ډګر په څېر د مهمو بنسټیزو تأسیساتو د ساتلو پر موضوع هم خبرې وشي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره په دې سرمشریزه کې ګډون کوي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин: Внедряем принципы цифровой клиники





Москва

ГПМ Радио: победа на июньском конкурсе ФКК


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Елена Волкова

Состоялась церемония вручения премии Men Today Trends




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Новичок ярославского «Локомотива» сыграет в гала-матче в Москве

«Объединяем Россию!». Как столица отметит День молодёжи

Детская зона «ЯРКО» – на Летней Спартакиаде «Газпром-Медиа Холдинга»


Арина Соболенко

«Недальновидное решение». На «Беларусь 1» раскритиковали отказ Арины Соболенко от Олимпиады



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Киев

"Начинка — нацизм": Захарова вскрыла истинную суть Киева после слов приспешника Зеленского о Крыме



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России