په کوټه کې "ايرانی نصاب ښوونکي" سکولونه تړل شوي
![په کوټه کې](https://gdb.rferl.org/a77f862b-fdda-4d4b-91a7-7f3ae0db35c5_w800_h450.jpg)
د کوټې ښار اسېسټنټ کمېشنر محمد زوهيب الحق د جون پر ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې د شنبې (خالي) پر ورځ يې په هزاره ټاون کې د نجونو او هلکانو شپږ سکولونه ځکه وتړل چې د ده په وينا، د قانون له مخې له بلوچستان حکومت سره راجسټر نه ول.