Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2021

افغان حکومت غواړي افغانستان کې د اروپایي هېوادونو پانګونه زیاته کړي

0
افغان حکومت غواړي د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان کې د اروپایي هېوادونو پانګونه زیاته کړي. 


په همدې هدف د افغانستان یو لوړپوړی پلاوی دا مهال له چکي او سلواکي سوداګرو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو په پراګ کې په خبرو بوخت دی. 


دوی د یوه درې ورځني فورم یا بحث په چوکاټ کې سره راټول شوي چې نن د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۴» پیل شو.


د چک جمهوریت د صدراعظم مرستیال او د تجارت، صنعت او ترانسپورټ وزیر کارل هاولیڅک (Karel Havlíček) له افغانستان سره د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړ.


ښاغلي هاولیڅک د افغانستان، چک او سلواک د سوداګرۍ او پانګونې د درې ورځني فورم یا بحث د پرانیستې په مراسمو کې وویل، افغانستان د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري.




دی زیاتوي: "چک جمهوریت له افغانستان سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا ملاتړ کوي. افغانستان په خپل ستراتېژیک او جغرافیوي موقعیت سره له مرکزي او جنوبي اسیا او دغه‌راز منځني ختیځ سره د نښلولو لوی فرصت لري. دا دغه هېواد ته لویه وړتیا ورکوي چې د نړیوالې سوداګرۍ یو سیمه‌ییز مرکز وي."


د چک د صدراعظم مرستیال زیاته کړه چې د افغانستان پراخې طبیعي زېرمې چکي او سلواکي پانګه‌والو ته د پانګونې ښه فرصت ورکوي. 


د افغانستان کانونه، کرنه او معاصر تولیدات هغه سکټورونه دي چې چکي او سلواکي پانګه‌وال په‌کې پانګونې ته لېوالتیا لري. 


افغان پلاوی هم اروپایي پانګه‌وال هڅوي او د پانګونې په چارو کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو ډاډ ورکوي.




د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزیر نثار احمد فیضي غوریاني وایي، دوی پر چک او سلواک سربېره د اروپا له نورو هېوادونو سره هم د اقتصادي اړیکو د پراختیا ورته پلانونه لري.


ښاغلي غوریاني د افغانستان، چک او سلواک د سوداګرۍ او پانګونې د فورم په څنډه کې ازادي راډیو ته وویل، دوی غواړي چک کې افغاني تولیداتو ته داسې یو ګدام یو زېرمه‌ځای پیدا کړي چې د نورې اروپا بازار ته په اسانه توکي ترې ولېږدوي.


ښاغلی غوریاني وايي: "موږ غواړو له افغانستانه دې ځای ته د صادراتو کچه لوړه کړو، هڅه کوو چې دلته د افغانستان د تولیداتو لپاره یوه لویه زېرمه ولرو. موږ چې د چک د صدراعظم له مرستیال او سوداګرۍ وزیر سره خبرې درلودې، له هغوی مو وغوښتل چې یوځای راکړي چې هلته د افغانستان سوداګریز توکي لکه غالۍ، زعفران، وچه مېوه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې راوړو او بیا یې ټولې اروپا ته ولېږدوو."




تېر کال افغانستان چک جمهوریت ته د یو نیم ملیون ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، خو د افغانستان چارواکي اوس هوډ لري چې د صادراتو کچه لوړه کړي. 


د دوی هڅه دا ده چې د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان له اقتصادي او سوداګریز اړخه یوازې پاته نه‌شي. 


دا هڅې داسې مهال کېږي چې افغانستان کې روانې ناامنۍ بهرني پانګه‌وال څه چې ان کورنیو هغو ته پانګونه سخته کړې ده. 


له دې اندېښنو سره سره بیا د افغانستان سوداګرۍ وزارت وایي، یوازې درې اوونیو کې یې د ۱۰۰ ملیونه ډالرو په ارزښت لسګونه کارخونې فعالې کړي او په خبره‌یې ۵۱ نورې هم پرانیستو ته چمتو دي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России