Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2021

د ناټو سرمشریزه؛ افغانستان کې د 'پوځي حضور پای د ملاتړ او مرستو پای' نه‌دی

0
نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان سرمشریزه پيل شوه، د غونډه کې د ناټو غړو هېوادونو مشران له افغانستانه د پوځیانو په وتلو، اقلیمي بدلون، ټولیز امنیت او ځینو نورو موضوع‌ګانو بحث وکړي.


ناټو له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ.


د دغه سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ د ناټو غړو هېوادونو د ۳۱مې سرمشریزې په یوه بحث کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د پوځي حضور پای ته رسېدل د ملاتړ او مرستو د پای معنی نه‌ورکوي.


ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "لکه څنګه چې موږ خپل پوځي مأموریت پای ته رسوو. موږ به د افغانانو لپاره ملاتړ ته دوام ورکوو، د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل له لارې چې دا ډېره مهمه ده. همداراز په دوامداره ملکي حضور سره د ظرفیت جوړونې او سلا مشورو په برخه کې. موږ په دې مسئله باندې غور کوو چې څنګه له هېواد بهر افغان پوځیانو په تېره بیا ځانګړو ځواکونو ته روزنه ورکړو. همداراز په دې له ټولو ملګرو سره بحث کوو چې مهم تأسیسات څنګه ساتلی شو، په تېره بیا د کابل نړیوال هوايي ډګر."


ناټو له امریکا سره په ګډه د سپټمبر تر ۱۱مې خپل ټول پوځیان له افغانستانه باسي.


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل دا یوه اسانه پرېکړه نه‌وه او ده‌یې خطرونه واضح کړي و، خو د ده په خبره ناټو په دې نیت افغانستان ته نه‌وه تللې چې تل هلته پاتې شي.




د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو د مشرانو لپاره به نننۍ سرمشریزه د دې یو فرصت رامنځته کړي چې له هغه مأموریت سره خدای پاماني وکړي چې د ناټو د تأسیس په تاریخ کې د دې تړون د سیاسي جغرافیې بهر لومړنی لوی او اوږد مأموریت و.


سرمنشي د بحث د چلوونکې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په افغانستان کې د جګړې زیاتېدو او د وینې تویېدو د دوام سربېره د پوځیانو د وتلو په پرېکړې شخصاً پښېمانه دی؟ داسې ځواب ورکړ: "بدیله لار چې پاتې شو یو انتخاب و، خو د لا زیات تاوتریخوالي او لا زیاتې مرګ‌ژوبلې خطر یې لا ځانه سره درلود او ان د ناټو د سرتېرو د شمېر زیاتوالی. ځکه لکه څنګه چې ما وویل موږ له یو لکو عسکرو نه راښکته شوو ۱۰ زرو ته راغلو. ټول پلان په همدې و چې افغانان (افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه) د دې جوګه شي چې خپل امنیت وساتي."


ینس سټولټنبرګ یادونه وکړه چې شاوخوا درې لکه افغان پوځیان اوس په ښه توګه د امنیت د ساتلو جوګه ګرځېدلي.


د ناټو په نننۍ سرمشریزه کې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم ګډون لري. بایډن له افغانستان د امریکايي عسکرو د ایستلو پرېکړه کړې ده.




ناټو او امریکا داسې وخت له افغانستانه د عسکرو په ایستلو او هم په دغه هېواد کې د خپل ملکي حضور د دوام او د مرستو په څرنګوالي بحث کوي چې په افغانستان کې ورځ تر بلې د امنیتي وضعیت د خرابېدو راپورونه راځي.


د سیمه‌ییزو چارواکو، ولایتي شوراګانو او د سیمې د خلکو په حواله دمګړی نږدې ۲۰ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي.


افغان لوړپوړي دفاعي چارواکي دا کار تاکتیکي شاتګ بولي، خو له هغو سیمو چې دا ولسوالۍ په‌کې د طالبانو لاس ته لوېدلي د سختو جګړو او دواړو خواو ته د مرګ‌ژوبلو راپورونه راځي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России