Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2021

د افغانستان-پاکستان مذاکرات؛ قریشي: جګړه او سوله په یوه وخت نه‌شي کېدای

0
د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو کې اړیګې ترینګلې دي، خو پاکستان‌یې د ښه کېدو هڅه پیل کړې ده.


په همدې هدف د سولې سیمه‌ییز انستتیوت «د افغانستان-پاکستان مذاکرات؛ راتلونکې، سوله، خپل‌منځي اړیکې او پرمختګ» په نوم دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړې چې اسلام‌اباد یې کوربه‌توب کوي.


دا غونډه په غیر دولتي کچه جوړه شوې چې په‌کې اسلام‌اباد کې افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل سربېره، یو شمېر افغان سیاسیون لکه حضرت عمر زاخېلوال، سید حامد ګیلاني، میرویس یاسیني، غیرت بهیر او یو شمېر ښځینه او رسنیزو فعالانو ګډون کړی.




دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې، خپل‌منځي اړیکو او پرمختګ په برخه کې د ګډونوالو له‌خوا پر کېدونکو وړاندیزونو بحث کېږي.


خو دې غونډې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ورغلی.


ښاغلي قریشي په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتنه وکړه او زیاته‌یې کړه، هېواد یې د یو امن او باثباته افغانستان پلوی دی.


شاه محمود قریشي د افغانستان روان وضعیت ته په اشارې وویل، په یوه وخت کې جګړه او سوله نه‌شي کېدای: "زه له دې سره موافق یم چې جګړه او مذاکرات په یوه وخت نه‌شي کېدای. پاکستان هم د تاوتریخوالي په کمېدو او اوربند ته د تلو خبره کړې ده."




دې غونډې ته په وینا کې اسلام‌اباد کې افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان همکاري اړینه وبلله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پر دوام‌یې ټینګار وکړ.


په پاکستان کې خبریال طاهر خان چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې، خپل‌منځي اړیکو او پرمختګ کنفرانس ګډون‌وال دی، ازادي راډیو ته وویل، غونډه کې ګډون کوونکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه کولو او د افغانستان د سولې په برخه کې د پاکستان په همکارۍ بحث وکړ.


طاهر خان زیاتوي: "د دې خبرو هدف دا دی چې یو د سولې پروسه کې د داسې کسانو چې خلک‌یې خبرې اورې، څه رول وي. دوهم دا چې څنګه دغه خلک کولای شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ هغه اړیکې چې ترینګلې وې، څه ډول‌یې ناباوري لیرې او مثبت رول په‌کې ولوبوي."


هاخوا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق بیا له دې غونډې په هرکلي سره هیله ښيي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به د اړیکو، پرمختګ او سولې په برخه کې مرسته وکړي.




د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې پر دې ترینګلې دي چې افغان حکومت پر دې هېواد تور پورې کوي چې له طالبانو ملاتړ کوي او همدا ډول‌یې د دې ډلې مشرانو ته پټن‌ځایونه ورکړي دي.


خو پاکستان او طالبانو په ځلونو د اړیکو د دې ډول دوام تور رد کړی، ولې افغان حکومت له اسلام‌اباد غواړي چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي او له دې هېواد سره د اړیکو ښه کېدا هم د سولې په برخه کې د پاکستان د عملي ګامونو پورته کېدو پورې محدودوي.


د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا هغه وخت خړې پړې شوې چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پر پاکستان سخت تورونه پورې کړل، خو په ځواب کې یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، نه‌پوهېږي، افغانستان له پاکستان څه غواړي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России