Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2021

هشت صبح: روغتیا وزارت د کرونا د درېیمې څپې له پیل وروسته تر سخت فشار لاندې دی

0
هشت صبح


هشت صبح ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کرونا د درېیمې څپې له پیلېدو وروسته تر سخت فشار لاندې دی.


وړاندې راغلي دا وزارت هڅه کوي د نويو بندیزونو په لګولو سره دا فشار کم کړي، خو په وینا یې چې د اکسیجن او کرونا واکسین نشتوالی لویې ستونزې دي چې لاهم نه‌دي حل شوي.


د لیکوال په وینا د افغانستان عامې روغتیا وزارت له سپارښتنو او هڅو سره سره لاهم دغه وزارت تېره ورځ د کرونا له امله د مړینې تر ټولو لوړې شمېرې ثبت کړې چې د خلکو ترمنځ‌یې اندېښنې لا زیاتې کړې دي.


د لیکوال په اند که څه هم د کرونا ویروس د مړو شمېر تر هغه زیات دی چې وزارت اعلانوي، خو وزارت هڅه کوي چې له دې لارې خپلې نیمګړتیاوې او په وړاندې یې فشارونه کم شي.


لیکوال همدارنګه انتقاد کړی چې حکومت د کرونا د درېیمې څپې د مخنیوي لپاره ناوخته اقدام کړی او نوي محدودیتونه به د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونه‌نیسي.


د لیکوال په اند لګول شوي محدودیتونه باید مخکې په پام کې نیول شوي وی او اوس چې په ټولنه کې دا ویروس په پراخه کچه خپور شوی دا ډول محدودیتونه اغېزمن نه‌دي.


د لیکوال په اند اړتیا ده چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د نړېوالې ټولنې مرستې راجلب شي کنه په وینا یې د دغه څونامي کنټرول به نا ممکنه وي.



مسیر


مسیر ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو پر مخ خپلې پولې پرانیزي او دوی د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د یو پلان پر اساس کار کوي چې د افغانانو د ممکنه تېښتې په صورت کې پوره چمتووالی ولري.


د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سره د جګړې شدت، کرونا او د وچکالۍ له امله رامنځته شوی بحران د کډوالۍ د زیاتېدو لامل ګڼل کېږي.


وړاندې راغلي چې په دې وروستیو کې جګړو سخت زور اخیستی او خبره اوس له ولسوالیو ښارونو ته رارسېږي.


د لیکوال په اند که جګړه ښارونو ته راګډه شوه، نو په شدت سره به د بې‌ځایه شویو شمېر زیات شي.


د ورځپاڼې په وینا،ګاونډیو ته ورتګ ذلت دی او افغانانو دا ذلت یو ځل لیدلی او که خدای مه‌کړه دا ځل بیا کډوال کېږي، نو تر پخوا به له لا زیات ذلت او ستونزو سره مخ شي.


لیکوال ټینګار کړی له همدې امله د جګړې دواړو اړخونو ته په‌کار ده چې پر دې ولس رحم وکړي او بیا یې د ګاونډیو پښو ته ونه‌غورځوي.



هېواد


هېواد ورځپاڼې د جګړې ضد ملي کمپاين په تړاو لیکنه خپره کړې ده.


وړاندې راغلي، دا کمپاين داسې مهال پيلېږي چې په دې وروستيو کې په هېواد کې جګړې سخت زور اخيستی او هره ورځ له بېلابېلو ولايتونو د جګړې راپورونه ورکول کېږي.


د لیکوال په وینا، ولس د داسې شديدې جګړې هېڅ تمه نه‌لرله، ځکه طالبانو ته د بهرنيو ځواکونو د وتو په صورت کې هېڅ د جګړې او تاوتريخوالي مجال نه‌دی پاتې او په دې اړه د افغانستان او اسلامي نړۍ ديني عالمانو فتوا هم ورکړې چې نوره په افغانستان کې دا جګړه ناروا او ورور وژنه ده.


لیکوال دغه ملي کمپاين مثبت ګام بللی او لیکي چې دا به ډېر ژر د سولې او سوکالۍ لپاره مثبته پايله ولري.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России