Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2021

نورستان کې روغتیايي ستونزې؛ خلک: له یوه کال نه زیات شو چې غږ مو څوک نه اوري

0
نورستان کې روغتیايي ستونزې؛ خلک: له یوه کال نه زیات شو چې غږ مو څوک نه اوري

له یو کال زیاته موده کېږي چې نورستانیان د روغتیايي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، د خلکو او مسوولینو په خبره چې په روغتیايي مرکزونو کې د درملو نشتون او صحي کار کوونکو ته د معاشونه نه ورکړه، هغه ستونزې دي چې لا هم نه دي حل شوي، د عامې روغتیا وزارت ورسره بې شمېره ژمنې کړې خو لا يې یوه هم نه ده پوره شوې.

۲۸ کلن کریم شاه د نورګرام ولسوالۍ د شام درې اوسیدونکی دی،۶۰ کلن پلار يې د سېنه بغل په ناروغۍ اخته دی وايي، سهار څلور بجې له خپل کلي را روان شوی، نهه بجې روغتیايي مرکز ته را ورسېدل، خو دلته نه درمل شته او نه هم نورې اسانتیاوې.

نوموړی وايي: "زما پلار ډېر زیات ناروغ دی، ما د دواب کلنیک ته راوړ، ډاکتران او صحي پرسونل نه و. زما وس نشته چې زه خپل ناروغ لغمان ته ولېږم. لاره کې امنیتي ستونزې شته او اقتصادي مشکلات مې هم ډېر دي. زما له مرکزي حکومته هېله ده چې د صحي پرسونل معاشونه او درمل روغتیايي مرکزونو ته راولېږي، څو د خلکو ستونزې حل شي."

د مرکزي نورستان د وانټ وایګل ولسوالۍ قومي مشر قیام الدین وايي، یو نیم کال وشو چې روغتیايی مرکز يي د درملو د نشتون سره مخ دی او په کې د ناروغانو درملنه نه کېږي: "دلته دوا نشته، که کومه دوا راځي هغه هم کمزورې وي. کله یو قلم او کله هم دوه قلمه درمل راشي. بېچاره ناروغان له لېرې پرتو درو نه راځي، دلته هم درمل نه وي. بېرته تش لاسونه او بې درملنې ځي. موږ غریب خلک یو څه نه لرو، دا روغتیايي مرکز د عاجلو ناروغانو لپاره جوړ شوی، دلته هم درمل نشته نو موږ څه وکړو؟"

په نورستان کې یوازې ولسونه ستونزو سره نه دي مخ بلکې صحي کار کوونکي هم د معاشونو نشتوالي په تنګ کړي. د دوی په خبره چې هټیوالو ته يې خپل باور له لاسه ورکړی او اوس ورسره قرض هم نه کوي.

د دواب روغتیايي مرکز صحي کارکوونکی عبدالصبور کریمي وايي: "زموږ تقریباً اته میاشتې کېږي چې معاش نشته، درمل او داخل د بستر ناروغانو لپاره اعاشه هم نشته. موږ جمهوري ریاست او اداره امور پورې ورسېدو. دوه ورځې د عامې روغتیا وزارت ته هم لاړو. دې خلکو ژمنې وکړې چې موږ به درته معاشونه درکړو، خو تر اوسه یې چاته یوه افغانۍ هم نه ده ورکړې." 

د نورستان ولایتي شورا وایي، په روغتیايی مرکزونو کې د درملو نشتون او ډاکټرانو ته د معاشونو نه ورکړې، يي ولسونه کړاونه ګالي. د دوی په خبره چې په تېر شااوخوا یو نیم کال کې يې څو ځله د عامې روغتیا وزارت سره  یاده ستونزه شرېکه کړې او په وینا یې هر ځل ورته وزیر ویلي چې د اهېډ  قراردادې موسسې مسولین به  څارنوالۍ ته معرفي کړي. قرارداد به ورڅخه واخلي او  ستونزه به هواره کړي.

د نورستان د ولايتي شورا ریيس سعد الله پاينده زوی وايي: "موږ خپله د عامې روغتیا وزير سره  لېدنې کړي دي. وزیر صیب موږ ته اطمنان راکړی و چې د موسسې مسوولین به څارنوالۍ ته معرفي کوو. دغه قرارداد فسخ کوو او قرارداد به نورو موسسو ته ورکوو. متاسفانه چې تراوسه هغه اجرات هم نه دي شوي. د صحي کار کوونکو معاشات هم نه دي ورکړل شوي. زموږ صحي مرکزونو کې درمل نشته، اکثره صحي مرکزونه اوس هم تړلي دي. څوک کار نه کوي او د نورستان په کچه روغتیايي مرکزونه د فلج په حالت کې دي."

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي چې دوی ته د اهېډ همکارې موسسې لیکلي راپور ورکړی چې صحي کار کوونکو ته يې د پنځوو میاشتو معاشونه ورکړي او درمل يې هم نورستان ته روان کړي دي.

د یاد وزارت ویاند دستګېر (نظري) ازادي راډیو ته وویل: "تطبیق کوونکي موسسې وزارت ته خپل لیکلی راپور رالېږلی او په کې يې لیکلي چې دوی د نورستان روغتیايي مرکزونو ته درمل لېږلي او روغتیايي کارکوونکو ته يې د پنځه میاشتو معاشونه ورکړي دي. د حقیقت موندنې لپاره سبا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوی نورستان ته ځي، څو ستونزه له نږدې بر رسي کړي."

خو د یاد ولایت مسولین بیا د وزارت او موسسې خبرې له حقیقت لېرې ګڼي او  وايي چې تراوسه صحي کار کوونکو ته معاش نه دی ورکړل شوی او روغتیايي مرکزونه بې درملو پراته دي. د دوی په خبره چې نه ورسره د عامې روغتیا وزارت او نه هم همکارې موسسې کړي ژمنې پوره کړي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل: "سره د دې چې دغه موضوع مو د روغتیا وزیر صیب ته څو ځله ولېږله، خو تراوسه دا موضوع حل نه شوه. کومې وعدې چې وزارت او موسسې کړې وې هغه نه دي پوره شوي. اوس هم یو قلم درمل په کلینکونو کې نشته. نو موږ  اړ یو چې دغه خلک نور څارنوالۍ ته معرفي کړو."

خلک وايي چې د خپل حق غوښتلو لپاره يې څو ځلي په مرکز پارون او ولسوالیو کې لاریونونه وکړل. د احتجاج په ډول يې روغتیايي مرکزونه وتړل، خو لاهم ستونزه په خپل ځای پاتې ده.

دوي وايي، د وزارت او همکارې موسسې له خبرو معلومیږي چې د نورستانیانو صحي مشکلاتو د حل په غم کې نه دي





Губернаторы России
Москва

Собянин: В этом году к проекту «Открой#Моспром» присоединился один миллион человек





Москва

Филипп Киркоров, Люся Чеботина, SHAMAN – 25 ярких звезд в Открытой студии «Авторадио» на «Премии МУЗ-ТВ 2024»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал, как электробусы помогают улучшать экологическую ситуацию



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Концерт

Концерт к юбилею Пушкина проведут в Культурном центре «Интеграция» на Саянской




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Москве вручили премию МУЗ-ТВ — 2024

Московские школьники завоевали четыре медали на престижной Международной олимпиаде

Футболисты ЮФУ одержали три победы в домашнем турнире


Андрей Рублёв

Теннисисты Рублев, Хачанов и Самсонова не сыграют на Олимпиаде-2024



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

NBC: Военные США в конце мая нанесли удар по сомалийскому лидеру ИГ* Мумину



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России