بسمالله محمدي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت 'سرپرست' وټاکل شو
بسمالله محمدي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
یوه باخبره حکومتي سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله نهغواړي نومیې واخیستل شي د هغه ګومارنه تأییدوي.
په ورته وخت کې په افغان حکومت کې یوه بله باخبره سرچینه چې نهغواړي د موضوع د حساسیت له املهیې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وايي چې ټاکل شوې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه د ښاغلي محمدي ګومارنه تر سبا وروستۍ شي.
دا په داسې حال کې د مسعود اندرابي له لیرې کېدو جمهور رئیس غني حیاتالله حیات د دغه وزارت د سرپرست په توګه ګمارلی و چې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له تند غبرګون سره مخ شو.
بسمالله محمدي پخوا هم د افغانستان د کورنیو چارو وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.