د جانیخېلو د امن په اړه تر عملي اقداماتو پورې به پرلت روان وي: ګل عالم وزیر
د بنو د جانیخېلو د احتجاجي ناستې منتظم او یو ځايي مشر ډاکتر ګل عالم وزیر وايي، حکومت ورسره د امنیت په اړه موافقه کړې خو عملي اقدامات غواړي. د سیمې خلکو د مې پر ۳۱مه د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان تر وژنې یوه ورځ وروسته پرلت پیل کړ. تر دې مخکې په مارچ کې هم د جانیخېلو خلکو د څلورو ځوانانو د مړو تر موندل کېدو ورسته پرلت وهلی وو چې د امنیت په اړه د حکومتي ډاډ او لیکلې موافقې په نتیجه کې یې ختم کړ. وزیر د جون پر ۱۶مه له مشال راډيو سره په مرکه کې تور پورې کړ چې حکومت د وسله والو پر وړاندې کوټلي ګامونه نه اخلي. خو حکومت او پوځ په بیا بیا ویلي چې بې له توپیره یې د ټولو وسله والو خلاف عملیات کړي او اوس هم په جانیخېلو کې پر عملیاتو غور کوي. له دې علاوه، د بنو انتظامي چارواکي وايي، په مارچ کې شوې موافقې ته ژمن دي، د څلورو ځوانانو د وژنې په تور یې ځینې مشکوک کسان نیولي، په جانیخېلو کې تاڼه جوړوي او د ملک نصیب خان په وژنه کې د ککړو کسانو د ګرفتارۍ هڅې هم کوي. له ډاکتر ګل عالم وزیر سره ویډیويي مرکه وګورئ.