د زابل شینکۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو یوازنی کنډک 'طالبانو ته سپارل' شوی
د زابل د ولایتي شورا رئيس وايي، د دغه ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو یوازنی کنډک طالبانو ته سپارل شوی دی.
عطاالله حقبیان ازادي راډیو ته وویل چې دا کنډک بېمقاومته په لوی لاس وسلهوالو ته پرېښودل شوی دی.
خو د اتل قول اردو درستیزوال جنرال عبدالمتین حسنخېل وايي چې خپل سرتېري یې په تاکتیکي ډول ایستلي او په لازم وخت کې به بېرته شینکۍ ولسوالۍ ته ځواکونه ولېږي.