دفاع وزارت: د فاریاب د دولتاباد ولسوالۍ یوه لویه برخه بېرته ونیول شوه
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د فاریاب د دولتاباد ولسوالۍ یوه لویه برخهیې بېرته نیولې او پر شیرین تګابیې د طالبانو حمله په شا تمبولې ده.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د فاریاب دولتاباد او شیرین تګاب ولسوالیو کې طالبانو ته درنه مرګژوبله اړولې ده.
ښاغلی امان زیاتوي: "د دغو ولسوالیو د تصفیوي عملیاتو په لړ کې ۴۵ طالبان وژل شوي او ۶۷ نور ژوبل شوي دي."
په وروستیو دوو ورځو کې د فاریاب د دولتاباد ولسوالۍ د لاس په لاس کېدو ضد و نقیض راپورونه ورکول شوي دي.
طالبانو د دفاع وزارت د ادعا په اړه تر اوسه څه نهدي ویلي.