بایډن او پوتین: د نظرونو له اختلافونو سره-سره په خبرو کې پرمختګ شوی
د امریکا او روسیې ولسمشرانو جوبایډن او ولادمیر پوتین ویلي، د نظرونو له ژورو اختلافونو سره-سره په خبرو اترو کې یې پرمختګ کړی دی.
دوی همدا راز ویلي چې په جنیوا کې یې په خپله لومړنۍ مخامخ غونډه کې د وړو مسالو په اړه د نظر یووالی درلود.
خو د لویو مسالو پرسر اختلاف سبب شوی چې د دوو هېوادونو اړیکې له سړې جګړې را وروسته تر بل هر وخت سړې شي.