د سولې او اقتصاد انسټیوټ: افغانستان تر ټولو ناامن او ایسلنډ امن دی
![د سولې او اقتصاد انسټیوټ: افغانستان تر ټولو ناامن او ایسلنډ امن دی](https://gdb.rferl.org/D0907B8A-88E9-4C8E-8DD7-2A26E783B9E9_w800_h450.jpg)
د سولې او اقتصاد د انسټیټیوټ د موندنو پر بنسټ روان ۲۰۲۱میلادي کال کې افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامن او اېسلنډ تر ټولو امن هېواد دی.
دا انسټیټوټ چې هرکال د نړۍ د امنیت په اړه نوملړ خپروي، په سږني هغه کې ویلي چې افغانستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پر له پسې ډول د دوی په فهرست یا انډېکس کې د نړۍ تر ټولو ناامن هېواد دی.
له افغانستانه وروسته یمن، سوریه، جنوبي سوډان او عراق د نړۍ ناامن هېوادونه بلل شوي دي.
ایسلنډ له ۲۰۰۸ میلادي کال راهیسې د نړۍ تر ټولو د امن هېوادونو د فهرست په سر کې راځي، ورپسې نیوزیلنډ، ډنمارک، پورتګال او سلووینیا یادونه شوې ده.