اروپايي اتحادیه به د بلاروس ۷۸ تنه او ۷ موسسې تحریم کړي
![اروپايي اتحادیه به د بلاروس ۷۸ تنه او ۷ موسسې تحریم کړي](https://gdb.rferl.org/33d6b5af-5e96-4399-9467-636cda9187b7_cx4_cy12_cw77_w800_h450.jpg)
د اروپايي اتحادیې سفیرانو پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۲۷مه) موافقه وکړه چې ۷۸ تنه او ۷ موسسې به د بلاروس له لوري د راین ایر د سپرلیو د الوتکې د جبري کښته کولو په تړاو تحریم کړي.
اروپايي دیپلوماتانو وویل،۷ تنه د دې الوتکې د کوزولو په پېښه کې د مسقیم لاس لرلو په خاطر او ۷۱ نور د مخالفانو پرضد د بلاروس د حکومت د پراخو ځپونکو اقداماتو په خاطر تحریم شوي دي.
بلاروس د مې په ۲۲مه د راین ایر یوه الوتکه چې له اتنه ویلنیوس ته روانه وه، د جنګي الوتکې په وسیله په زوره کښته کړه او یو مخالف خبریال رومان پروتاسویچ یې ورڅخه کښته او بندي کړ.
د دې اقدام په ځواب کې اروپايي اتحادیې د بلاروس پر فضا د الوتکو د تګ راتګ د درولو ترڅنګ د اروپايي اتحادیې د غړیو هېوادونو هوايي ډګرونو ته د بلاروس د الوتکو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه.