عزیزي بانک خپل یوه پېرېدونکي ته اته ملیونه افغانۍ 'غرامت' ورکوي
![عزیزي بانک خپل یوه پېرېدونکي ته اته ملیونه افغانۍ 'غرامت' ورکوي](https://gdb.rferl.org/721A1A4B-A5C7-45FF-948A-3A365D6E06FD_w800_h450.jpg)
د عزیزي بانک د یو پېرېدونکي له لوري د پیسو د ورکېدو ادعا او د عزیزي بانک له لوري د اته ملیونه افغانیو غرامت ورکول.
د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سترې محکمې د وروستۍپرېکړې په اساس عزیزي بانک به د عبدالاحد په نوم خپل یو پېرېدونکي ته اته ملیونه افغانۍ غرامت ورکړي.
د افغانستان بانک د معلوماتو په اساس عبدالحد د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ په عزیزي بانک کې بانکي اکونټ درلود چې اته کاله وروسته یعنې تېر کالیې له بانکه د پیسو د ورکېدو ادعا کړې ده.
په بیان کې راغلي چې دغه پرېکړه د کابل د سوداګرۍ لومړنۍ محکمې له لور د ١٣٩٩ کال د میزان د ٢٨ ترسره شوې او د محکمې له لورې تایید شوې ده .
په داسې حال کې چې په اعلامیه کې د عزیزي بانک له لوري عبدالاحد ته د اته ملیونه افغانیو د ورکړې خبره شوې ده، خو د افغانستان د افغانستان بانک رئیس محمد رستم ازادي راډیو ته وویل چې له عزیزي بانک څخه په یادو کلونو کې هېڅ کومې پیسې نهدي ورکې شوي.
ښاغلی رستم زیاتوي: "زه یو ځل بیا ټینګار کوم چې دا د بانک او پېرېدونکي ترمنځ قضیه ده. زموږ د معلوماتو له مخې د کابل تجارتي محکمې د مالي شخړو هوارۍ کمېسیون دمخه پرېکړه کړې او سترې محکمې یې دا پرېکړه تأیید کړې. یو لیک هم د عزیزي بانک او عبدالحد ترمنځ لاسلیک شوی چې په اساسیې راتلونکي کې دواړه لوري پر یو بل د ادعا حق نهلري."
خو ښاغلی رستم دا نهوایي چې که چېرې پیسې له عزیزي بانک څخه نهدي ورکې شوي، نو عزیزي بانک عبدالاحد ته ولې اته ملیونه افغانۍ ورکوي.
هڅه مو وکړه څو په دې اړه د عزیزي بانک له مسؤلینو او عبدالاحد سره وغږېږو، خو بریالي نهشوو.
له دې ټولو سره، د افغانستان بانک وايي چې دا مسئله به د عزیزي بانک پر فعالیتونو باندې هېڅ منفي اغېزې ونهلري.
که څه هم په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې د خصوصي بانکدارۍ سکټور د پام وړ وده کړې، خو کله نا کله دغه بهر له ستونزو سره هم مخ شي.
۱۰ کاله دمخه، د افغانستان لومړنی خصوصي بانک، کابلبانک له ماتې سره مخ شو چې دا په ملي او نړیواله کچه د افغانستان د نوې بانکدارۍ سیستم ته ټکان ورکړ.
افغان چارواکي د یاد بانک د ماتې لاملونه، د بانک ناسم مدیریت او د سهم لرونکو لهخوا د پیسو ایستل په ګوته کړي دي.
د کابلبانک د ټولو پورونو کچه نږدې ۹۰۰ ملیونه ډالره اټکل شوی.
د کابلبانک له ماتې وروسته د دغه بانک د مدیریت چارې د افغانستان بانک په غاړه واخیستې او نومیې د "نوي کابل" په نوم بدل کړ.