د هرات مرکزي زندان بندیان مسلکي زدهکړې کوي
د هرات په مرکزي زندان کې شاوخوا ۶۰ تنه بندیان حرفوي زدهکړې کوي. دوی خیاطي، مرۍ اوبدل، د تسبېح جوړونه، نجاري، حکاکي او فلزکاري زده کوي ترڅو له بند خوشې کېدو وروسته بېرته عادي ژوند ته ستانه شي. ځیني یې ان له دې لارې پیسې ګټي او له خپلو کورنیو سره مرسته کوي.