د طالبانو بیا راتګ ته د یو شمېر افغان سندرغاړو اندېښنې
![د طالبانو بیا راتګ ته د یو شمېر افغان سندرغاړو اندېښنې](https://gdb.rferl.org/14dd9e0e-d8ef-48e7-b81b-29c5082f5df4_w800_h450.jpg)
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر سندرغاړي د خپل هنر د راتلونکې لپاره اندېښمن دي.
دوی له افغان دولته غواړي چې په دوحه کې دې افغان دولت له طالبانو سزه د نورو برخو ترڅنګ د سندرغاړو پر راتلونکې هم خبرې وکړې.
له دې ډلې مبین وصال وایي،که افغان دولت او نړیواله ټولنه افغاني موسیقۍ ته پام ونه کړي نو وېره شته د طالبانو واک ته د رسېدو په صورت کې به یو ځل بیا د تېر په څېر سندرغاړي له سندرو ویلو څخه منع شي او خلکو ته به د موسیقۍ د اورېدو اجازه نه ورکوي او په خبره یې چې دا به د افغاني موسیقۍ لپاره چې اوس څه اندازه پر پښو دریدلې یوه لویه صدمه وي.
افغانستان چې په تېرو شلو کلونو کې د نور برخو ترڅنګ د موسیقۍ په برخه کې زیات پرمختګ کړی خو دغه سندرغاړي د خپل هنر په اړه اندېښمن دي او وېره لري که بهرنیان ووځي او طالبان واکمن شي، نو د هنر مخه به یې ونیول شي.
د امریکا متحدو ایالاتونو او ناټو متحدانو یې د مې په لومړۍ نېټه رسماً له افغانستانه د خپلو پاتې پوځیانو د اېستلو بهېر پیل کړ.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د پرېکړې له مخې به د روان میلادي کال د سېپټمبر تر ۱۱ مې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.
بشپر راپور ددې ددې تړوني په کېکاږلو سره اوریدلی شئ: