کېم یو جونګ واشنګټن سره د خبرو د بیا پیلېدو احتمال رد کړ
د شمالي کوریا د مشر، کېم جونګ یون خور له واشنګټن سره د دیپلوماتیکو خبرو د بیا پیلېدو احتمال رد کړ او ویې ویل، د امریکا د متحد ایالاتونو د خبرو تمه دوی ډېر ناهیلي کوي.
کېم یو جونګ چې په ګوند کې جګپوړې غړې ده، دا بیان نن سې شنبه (د چنګاښ ۱مه) وروسته تر دې ورکړ چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان د اوونۍ په پيل کې ویلي و چې د شمالي کوریا د مشر وروستۍ څرګندونې چې ویلي یې دي شمالي کوریا باید خبرو او مقابلې ته چمتو شي، په زړه پورې نښې دي.
ښاغلي سولیوان د دوشنبې په ورځ هیله ښکاره کړې وه چې شمالي کوریا د امریکا د خبرو وړاندیز ته مثبت ځواب ووایي، خو ده دا هم وویل چې پر شمالي کوریا به د امریکا په مشرۍ بندیزونه په خپل حال وي.
د شمالي کوریا د مشر خور نن په داسې حال کې نظر څرګند کړ چې د شمالي کوریا لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی له جنوبي کوریا کتنه کوي.