د لوګر چارواکي: د ازرې ولسوالۍ د سقوط خبر ناسم دی
د لوګر ځایي چارواکي وایي، د ازرې ولسوالۍ د سقوط خبر ناسم او تبلیغاتي دی.
د لوګر د پولیسو ویاند ګل حیدر احمدي ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته نښته روانه ده او تر دې مهاله یادې ولسوالۍ سقوط نه دی کړی.
دی وایي، ولسوالۍ له افغان ځواکونو سره ده او دښمن تبلیغاتي جنګ پیل کړی دی.
په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي، تېره ورځ یې هم په یاده ولسوالۍ کې هوایي عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبه (د چنګاښ ۳مه) سهار ادعا وکړه چې یاده ولسوالي یې سقوط کړې او ۵۰ سرتیري یې ژوندي نیولي دي.