ننګرهار چارواکي: د پاکستاني وسله والو په ګډون ۳۰ طالبان وژل شوي
د ننګرهار د والي ویاند ادعا کوي چې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د خپلمنځي نښتې له کبله د پاکستاني وسله والو په ګډون ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
عطا الله خوګیاڼي نن جمعه ازادي راډیو ته په لېږل شوېو معلوماتو کې ویلي، دغه نښته پرون د پاکستاني او ځايي طالبانو ترمنځ شوې ده.
ښاغلی خوګیاڼی د ۲۰ پاکستاني او ۱۰ ځايي طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
وسله والو طالبانو د دې نښتې په باب څه نه دي ویلي.