پنجاب کې پښتو موسیقۍ ته کار کوم: اجمل عزيز
![پنجاب کې پښتو موسیقۍ ته کار کوم: اجمل عزيز](https://gdb.rferl.org/307D628F-3B6C-433B-BA7E-4F97FCAECD82_w800_h450.jpg)
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو ځوان سندرغاړی اجمل عزيز دی. نوموړی په پېښور کې زېږېدلی خو له يوې مودې راهيسې د پنجاب په مرکز لاهور کې اوسي او هم هلته خپل هنري کارونه کوي. د عزيز د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.