پکتیکا کې د والیبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا په ولایت کې د والیبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د افغانستان د بدني روزنې عمومي رياست د مطبوعاتي برخې غړي عارف پیمان نن شنبه (د چنګاښ ۵مه) ازادي راډيو ته وويل، دغه سيالۍ چې ۲۰ ورځې وړاندې پيل شوي وې نن پای ته ورسېدې.
د ښاغلي پيمان په خبره، په دغه سياليو کې چې ۱۵ لوبډلو ګډون درلود پاى لوبه ته د بیدار ملنګ او ورزشې اداري واليبال لوبډلو لار پيدا کړه.
د ښاغلي پيمان د معلوماتو له مخې د دې سياليو اتله لوبډله د ورزشي اداري والیبال لوبډلې شوه چې اتلولي په خپل نوم کړه.