ارزګان کې د فوټبال د لوبڅارۍ ټولګی پای ته ورسېد
په ارزګان ولايت کې د فوټبال د لوبڅارۍ ټولګی پای ته ورسېد.
دا ټولګی د ارزګان ولایت د فوټبال لوبڅارانو د ظرفیت لوړونې په موخه د روانې لمريزې مياشتې په ۱۸ مه نېټه پيل شوی و چې نن شنبه (د چنګاښ ۵مه) پای ته ورسېد.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون وياند عزيز مشعوف نن ازادي راډيو ته وويل، په ياد ټولګي کې ۲۴ لوبڅارانو ګډون درلود چې دا لړۍ به دوام ولري.