د قرغزستان ولسمشر خپل تاجیکستاني سیال سره کتلي
![د قرغزستان ولسمشر خپل تاجیکستاني سیال سره کتلي](https://gdb.rferl.org/cc92c707-6378-4fcf-b43e-fb0be67440f1_w800_h450.jpg)
د قرغزستان ولسمشر صدر جباروف د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په دوشنبه کې کتلي.
د تاجیکستان او قرغزستان اړیکې دا وروستۍ څو میاشتې سختې خړ پړ شوې وې.
د اپرېل او مې تر منځ د درېیو ورځو په مخه په پوله کې د دواړو هېوادونو ځواکونو خونړۍ نښتې وکړې چې په کې له پنځوسو زیات کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شول.
د تاجیکستان دولتي بیان کې راغلي چې جباروف او ورسره پلاوی به یې دوه ورځې په دوشنبه کې وي چېرته چې په لوړه کچه غونډې دایریږي.
د امام علي رحمان او صدر جباروف د غونډې جزییات نه دي رسنیز شوي.
صدر جباروف تر تاجیکستان مخکې له خپل ترکمن سیال قربان قلي بردي محمدوف سره په عشق کې اباد کې وکتل. دوی دواړو د سوداګرۍ د غوړېدو په هدف د سلو میلیونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي چې عمدتاً تمرکز یې د انرژۍ او مالي مسایلو په اړه دي.
ترکمنستان ژمنه کړې چې د ژمي په موسم کې به قرغزستان ته ګاز او برق ورکوي.