بلخ کې پر یوې پوستې د طالبانو حمله؛ ۱۷ افغان سرتېري تاجکستان ته وراوښتي
د تاجکستان دولتي رسنیو د دې هېواد د سرحدي چارو د مسؤلینو له قوله ویلي چې پرون یکشنبه ۱۷ افغان سرتېري چې د بلخ په کلدار ولسوالۍ کې د دوی پر پوستې د طالبانو د حملې له کبله په شا شوي وو، تاجکستان تهیې پناه وروړې ده.
د راپورونو له مخې د تاجکستان چارواکو ویلي چې د بشرپالنې اصولو ته په پامیې افغان سرتېرو ته اجازه ورکړې چې پر پوله د تاجکستان خوا ته واوړي.
تېره اوونۍ د طالبانو لهخوا د شېر خان بندر د نیول کېدو په ترڅ کې هم د تاجکستان چارواکو د تاجکستان خاورې ته د ۱۳۴ افغان سرتېرو د په شا کېدو خبر ورکړی و.
ازبکستان هم ویلي چې پنځه ورځې مخکې د حملو له کبله ۵۳ افغان سرتېرو دې هېواد ته پناه وروړې ده.
د افغانستان دفاع وزارت تر اوسه د دغو پېښو په اړه رسمي څرګندونې نهدي کړي.
