مسکو په روسیه کې د چک جمهوریت یوه بله غیر حکومتي مؤسسه منع کړه
![مسکو په روسیه کې د چک جمهوریت یوه بله غیر حکومتي مؤسسه منع کړه](https://gdb.rferl.org/c46f27e7-14f7-4187-834b-5d7e09344703_cx0_cy7_cw0_w800_h450.jpg)
د روسیې حکومت په خپل هېواد کې د چک جمهوریت یوه بله غیر حکومتي مؤسسه منع کړه.
د روسیې څارنوالۍ د معلوماتي ټولنې ازادي په نوم مؤسسه د نامطلوبو مؤسسو په لېست کې شامله کړې او پر فعالیتیې بندیز لګولی دی.
د روسیې څارنوالۍ ویلي چې دا مؤسسه د روسیې د اساسي قانون نظم او د هېواد امنیت ګواښي.
دا د چک جمهوریت درېیمه غیر حکومتي مؤسسه ده چې فعالیتیې په روسیه کې منع کېږي.