Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2021

ارګ: په پاکستاني رسنیو کې د طالبانو په ګټه تبلیغات کېږي

0
ارګ: په پاکستاني رسنیو کې د طالبانو په ګټه تبلیغات کېږي

په افغانستان کې د جګړو په شدت سره، له طالبانو د پاکستان د ملاتړ په تړاو د افغان چارواکو د څرګندونو دوام، هغه څه چې هم پاکستان او هم طالبان‌یې ردوي.

د افغانستان جمهور رئیس د ستراتېژیکو او عامه اړیکو د دفتر مشر وحید عمر د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۸» په کابل کې خبریالانو ته وویل، د جګړې په ډګرونو کې اسناد او شواهد ترلاسه شوي چې پاکستاني پوځیان نېغ په نېغه له طالبانو ملاتړ کوي.

ښاغلي عمر زیاته کړه، هغه پیغامونه چې له پاکستانه راځي په ظاهر کې یو شی، خو د عمل په ډګر کې بل شی وي او د ده په وینا په پاکستاني رسنیو کې هم د طالبانو په ګټه تبلیغات کېږي.

ښاغلی عمر وايي: "د جګړې په ډګر کې داسې ډېری اسناد او شواهد رامنځته شول چې اوس هم پاکستاني پوځیان، نېغ په نېغه له طالبانو ملاتړ کوي، په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې چې کوم تبلیغات کېږي، هغه هم تر ډېره د پاکستان له خاورې کېږي، نه‌یوازې  پټن‌ځایونه يې هلته دي، تجهیز کېږي، بلکې تبلیغات هم له هغه ځایه ورته کېږي، د دوی یو مهم وزیر هم په دې دا خبره وکړه."

نوموړي زیاته کړه چې ورو ورو له طالبانو د پاکستان د ملاتړ او د دوی ترمنځ اړیکې هره ورځ  واضح  او برملا کېږي چې دا مسئله له هېچا پټه نه‌ده.

ښاعلي عمر د افغان جمهور رئیس څرګندونو ته په اشارې سره وویل، د پاکستان لپاره اوس وخت دی چې خپله محاسبه بدله کړي، هغه څه چې دوی په ظاهر کې وايي چې پاکستان یو باثباته، سوله‌ییز او مرفع افغانستان غواړي او د دوی په ګټه دی، دا دې په عمل کې ثابته کړي.

وحید عمر دا هم وویل چې له طالبانو د دوی د ملاتړ مسئله باندې د افغانستان خلک، سیمه او حتی نړۍ هم پوهېږي.

د افغانستان جمهور رئیس د ستراتېژیکو او عامه اړیکو د دفتر مشر ټینګار وکړ چې طالبان د زور له لارې  واک ته نه‌شي رسېدلی، بلکې د دوی پر مخ د سولې دروازې خلاصې دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له دوی څخه د پاکستان د ملاتړ ادعا ردوي وايي، که په دې برخه کې کوم اسناد او شواهد موجود وي، نو نړیوالې ټولنې ته دې وړاندې کړي.

ذبیح‌الله مجاهد وايي، اوس د تور لګولو وخت تېر شوی.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې وړمه ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید له یو پاکستاني خصوصي ټلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي او ډېری مړي یې هم پاکستان ته لېږدول کېږي.

د يادونې ده چې تر ښاغلي عمر مخکې یو شمېر نورو افغان چارواکو هم له طالبانو د پاکستان د ملاتړ په تړاو څرګندونې کړې وې.

د جمهوری رئیس محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح تېره ورځ د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو له دوام او د دې اړیکو د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړی و.

ښاغلی صالح په خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه لیکي و، امریکا ته په سفر کې د هغه هېواد چارواکو ته یادونه شوې، پاکستان کولای شي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پام وړ ونډه ولري او د افغانستان په یوه ښه ملګري بدل شي.

ښاغلي صالح دا هم لیکلي و چې د طالبانو روان پوځي عملیات ښيي چې د طالبانو له فکر ورهاخوا یوه منظمه پوځي دستګاه کار کوي او د همغږۍ مسؤلیت ور تر غاړې دی او د دې خبرې د اثبات لپاره مادي او معنوي ثبوتونه وړاندې شوي دي.

خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډیو سره خبرو کې دا خبره رد کړې وه او ویلي یې و، پاکستان سره د افغانستان د یوه ګاونډي په توګه اړیکه لري.

هاخوا بیا د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو په اړه نیوکه کړې وه.

ښاغلي محب د افغانستان ملي ټلوېزیون سره مرکه کې پاکستان تورن کړی چې افغانانو ته د افغانستان پر ضد وسله ورکوي.

افغان حکومت له دې وړاندې هم له پاکستان او طالبانو غوښتي، څو د خپل‌منځي اړیکو په اړه وضاحت ورکړي.

جمهور رئیس غني دا هم ویلي چې پاکستان باید د طالبانو په ملاتړ او نه‌ملاتړ سره، له افغانستان سره له دوستۍ او دښمنۍ یو وټاکي.

خو پاکستان بیا تل د افغانستان په کورنیو مسایلو کې له لاسوهنې او د طالبانو له ملاتړ انکار کړی دی.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په خپلې یوه وروستۍ لیکنه کې چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپره کړې لیکلي و، د سولې په پروسه کې له امریکا سره د هر ډول همکارۍ ژمنه کوي، خو له افغانستانه‌یې د بهرنیو عسکرو وتل، د جګړې د کمېدو په برخه کې مرستندویه بللي و.





Губернаторы России
Москва

Собянин: Новый корпус больницы святого Владимира планируется открыть в 2025 году





Москва

Пушинка из Космоса спасёт либо снесёт США? Научные важные данные. Проект «Святой Ленин».


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Новый корпус больницы святого Владимира планируется открыть в 2025 году



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Песня

Рассылка Песни или Музыки на все Радиостанции.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Росгвардейцы обеспечили безопасность во время футбольного матча в Москве

Росгвардейцы обеспечили безопасность футбольного матча в Москве

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей


Ролан Гаррос

Прямая трансляция матча Рыбакиной с победительницей четырех "Больших шлемов"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России