په جنوبي او شمالي وزیرستان کې ۵ پاکستاني سرتيري وژل شوي دي
په جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان کې په دوو جلا جلا حملو کې د پاکستان امنيتي ځواکونو ۵ سرتيري وژل شوي دي.
یوه حمله د جنوبي وزيرستان په تيارزه کې پر امنيتي پوسته شوې ده. په دې بريد کې ۳ ایف سي سرتيري وژل شوي او ۳ ژوبل دي.
د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر شوکت علي د جون په ۳۰مه مشال رېډيو ته وويل چې بيګا د شپې شا وخوا يولس نيمې بجې وسله والو په فقير کلي پوسته بريد وکړ چې وروسته تر څه باندې دوو بجو پورې د اېف سي سرتيرو او وسله والو ترمنځ نښته روانه وه. نوموړی زیاتوي چې تر بريد وروسته په سيمه کې د لټون عمليات پېل شوي دي.
د بريد زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې.
دويمه حمله په شمالي وزیرستان کې شوې ده. چارواکي وايي په دته خېل خدر خېل سيمه کې دغه برید دوه سرتيري وژلي دي.
يو امنیتي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، د جون په ۳۰مه مشال رېډيو ته وويل چې بریدګر د افغانستان له خوار ورغلي وو.
د حملې ذمه واري لا تر اوسه چا نه ده منلې.
د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې په دې اړه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په پېښه کې یې دوه سرتيري ژوبل شوي هم دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې پوځ ځوابي کاروايي کړې ده خو نور تفصيل یې نه ده ورکړې.
د پوځ مطبوعاتي څانګې خبرپاڼه زياتوي چې پاکستان په وار وار افغانستان ته د پولې پورې غاړه کنټرول ساتلو وېلي دي دي. افغانستان په دې اړه څه نه دي ويلي خو په تېرو وختونو کې يې بیا بیا ویلي چې خپله ځمکه د چا خلاف استعمالېدو ته نه پريږدي او پر پاکستان تور پورې کوي چې د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.
د يادونې ده چې په قبايلي سيمو کې په دا وروستيو کې بريدونه زيات شوي دي چې پکې ولسي وګړو او امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوړېدلې. د دې بريدونو خلاف د ځايي ولس لخوا مظاهرې هم شوي خو حکومت وايي چې زياتره سيمې يې له وسله والو پاکې کړې او د پاتې وسله والو خلاف عمليات روان دي.