پاکستان سپريم کورټ د خبريال ارشد شريف د وژنې مقدمې درجولو امر کړی
سپريم کورټ پرون (ډېسېمبر پر پینځمه) په بیان کې ويلي چې د ارشد شريف وژنې خبريالان او ولس ډېر خفه کړي دي او غواړې چې د دې پېښې پلټنې وشي. عمر عطا بنديال په خپلې مشرۍ کې د جسټس اعجازالحسن، جسټس جمال خان مندوخېل، جسټس مظاهر علي اکبر نقوي او پر جسټس محمد علي مظهر مشتمله جرګګۍ جوړه کړې ده.