Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2022

درې افغان نجونې او مېرمنې د بي‌بي‌سي د سلو الهام بښونکو مېرمنو په نوملړ کې راغلي

0
په داسې حال کې چې طالبانو په افغان نجونو او ښځو بېلابېل محدویتونه او بندیزونه لگولي، بي‌بي‌سي د درې افغانو نجونو او ښځو نومونه د ۲۰۲۲ کال د نړۍ په سلو اغېز لرونکو او الهام بښونکو ښځو په نوم لړ کې راوستي دي‌.


فاطمه اميري، تمنا زرياب پرياني او زهرا جويا هغه درې نجونې او ښځې دي چې نومونه يې په دې نوم‌لړ کې راغلي.


فاطمه اميري هغه زده‌کوونکې ده چې په کاج ښوونيز مرکز په بريد کې ټپي او يوه سترګه يې ړنده‌ شوه.


هغې وروسته له ټپي کېدو د کانکور په ازموينه کې ګډون وکړ او د کمپيوتر ساينس پوهنځي ته يې لاره پيدا کړه.


د تلې په اتمه د کاج پر ښوونیز مرکز چې د کابل په لوېدیځ دشت برچي کې موقعيت لري، ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې ۵۳ تنه چې ډېری يې پيغلې نجونې وې، ووژل شوې.




تمنا زرياب پرياني د ښځو د حقونو فعاله يوه بله نجلۍ ده چې په دې کتار کې یې نوم راغلی.


د راپورونو پر بنسټ، دا لومړنۍ ښځينه معترضه وه چې د طالبانو د بيا واکمنۍ وروسته، له خپلو درې خويندو سره یو ځای په کابل کې ونيول شوه.


هغې د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کارکولو د حق غوښتنه کړې وه.


د نړيوالو غبرګونونو او له بنده د هغوی د ازادولو د غوښتنو وروسته، طالبانو د دوی په نيولو کې لاس لرل رد کړل، خو وروسته معلومه شوه چې دوی طالبانو نیولې وې.


هغه اوس له خپلو خويندو سره له افغانستانه بهر ژوند کوي.




درېيمه ښځه چې له افغانستانه د ۲۰۲۲ کال د نړۍ د سلو الهام بښونکو او اغېزلرونکو ښځو په ليسټ کې راغلې، زهرا جويا ده.


هغه د رخشانې په نوم د ښځو لپاره د ځانګړې شوې رسنۍ د خبرې برخې مسوول مدیره ده.


هغه د طالبانو په لومړۍ‌ پلا واکمنۍ یعنې په ۹۰یمه لسيزه کې، د باميان په ورس ولسوالۍ کې زده‌کړې پيل کړې او د دې لپاره چې ښوونځي ته لاره پيدا کړي؛ دې ته اړه شوه چې د هلکانو جامې واغوندي او خپل نوم له زهرا نه محمد ته واړوي.


خو د طالبانو د لومړۍ دورې واکمنۍ‌ وروسته، شل کاله زهرا ته يو طلايي فرصت و، څو خپلې عالي زده‌کړې پای ته ورسوي او خبرياله شي.




هغې په ۲۰۲۰ کال کې د رخشانې په نوم يوه رسنۍ جوړه کړه او له خپلو ښځينه همکارانو سره يې په دې رسنۍ کې د افغانستان د ښځو په اړه موضوعات خپرول.


له ازادي راډيو سره په يوه مرکه کې زهرا جويا، د بي‌بي‌سي په سلو الهام بښونکو او اغېزلونکو ښځو د درې افغان نجونو او ښځو د نومونو راتلل د نورو افغان نجونو ښځو لپاره يو مثبت پيغام گڼي.




نوموړې وايي: "د فاطمه اميري په څېر نجونې چې په ټولګي کې د ځانمرګي بريد له امله، پرته له دې چې کوم جرم ولري، خپل غوږ او يوه سترګه وبایلوده او همدا رنګه تمنا پرياني چې د طالبانو په زندان کې شکنجه او په ډېره بې رحمۍ يې له کوره ونيول شوې، زما په نظر الهام بخښونکي دي او طالبانو ته دا پيغام رسوي چې که تاسو ښځو ته ارزښت نه ورکوئ، داسې هېوادونه او سازمانونه شته چې لا تر اوسه د افغانستان ښځو ته د انسان په سترګه ګوري او هغوی ته انساني ارزښت ورکوي."


زهرا جويا د ۲۰۲۲ کال د بيل او ملېندا ګيټس بنياد د ګول کيپرس جایزې ګټونکې هم وه.


د یادونې ده چې تېر کال د بي‌بي‌سي له‌خوا د هغو سلو با نفوذه او اغېزلرونکو مېرمنو په ډله کې ۵۰ يې د افغانستان وې.


د بي‌بي‌سي د سلو الهام بښونکو او اغېز لرونکو ښځو په نوم‌لړ کې چې هر کال خپرېږي، هغه نجونې او ښځې شاملې وي چې د تېر کال د پېښو په سر ليکونو کې وې او يا هم په پېښو يې اغېزې درلودلې وي‌.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России