نن په تهران کې د کډوالو پر ستونزو څلور اړخيزه غونډه جوړيږي
تمه کېږي، چې د افغانستان، پاکستان، ایران او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ یا (UNHCR) د استازو ترمنځ غونډه نن په تهران کې پیل شي.
له کابله دې غونډې ته د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لوی معین عبدالرحمن راشد ورغلی دی.
په دې څلوراړخیزه غونډه کې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو او د حل پر لارو چارو خبرې کېږي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو لهمخې په پاکستان او ایران کې د دېره افغان کډوالو شمېر تر ۶ ملیونو اوړي.