د افغان سندرغاړې قمرګلې مړی پرون په کاناډا کې خاورو ته وسپارل شو
د هغې د جنازې او تدفین مراسم پرون د کاناډا په انتاریو ښار کې وشول.
د تدفین په مراسمو کې افغان هنرمند استاد شاه ولي وویل: "د هنر یوه الماس وه. بیا به داسې پیدا نهشي په ښځو کې. ټول افغانستان، شرق او غرب، جَنوب او شمال ټولو ولایتونو ته تللې. او ډېر په صداقت یې خدمت کړی دی."
مېرمن قمرګله د جمعې په ورځ د ډسمبر په نهمه د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.
مېرمن قمرګل په افغانستان کې د کورنیو جګړو له امله لومړی پاکستان او وروسته له هغه ځایه کاناډا ته کډواله شوې وه.