يونېسف په پکتيا کې د نويو زېږېدلو ماشومانو د پالنې يوه څانګه پرانيسته
![يونېسف په پکتيا کې د نويو زېږېدلو ماشومانو د پالنې يوه څانګه پرانيسته](https://gdb.rferl.org/122215FC-2AE1-40E4-B9F1-2A7A55574147_w800_h450.jpg)
یونېسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د پالنې یوه څانګه پرانیسته.
د ملګرو ملتونو دې ادارې پرون په ټویټر کې وویل، د ژمي په رارسېدو سره په ماشومانو کې تنفسي ناروغۍ زیاتېږي چې ښايي د ماشومانو لپاره د مرګ خطر وي.
یونېسف وايي، د دې ادارې د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو معاشونه د نړیوال بانک په مرسته ورکول کېږي.
د دغه روغتون يو شمېر مراجعين وايي، چې د اقتصادي ستونزو له امله نهشي کولى خپل کورونه د ماشومانو لپاره ګرم وساتي.
د جان هاپکنز پوهنتون په دې وروستیو کې ویلي چې، په افغانستان کې میندې او ماشومان روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي له پلوه په بد وضعیت کې دي او ښځینه کارکونکي په سختو شرایطو کې کار کوي.