د طالبانو د پنجشېر له ځينو مسؤلینو، علماوو او متنفذینو سره لیدلي
د دغه حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپل ټویټر د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه لیدنه تأیید کړې ده.
اعلامیه زیاتوي چې په دغې لیدنه کې د پنجشېر او اندراب لپاره د طالبانو پوځي مسؤل ملا عبدالقیوم ذاکر او د پنجشېر لپاره د دوی والي محمد محسن او ګڼ شمېر نور طالب چارواکي حاضر وو.
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو مشر د پنجشېر ولایت له علماوو او مسؤلینو سره ګوري.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د احمد مسعود په مشرۍ وسلهوالو چې ځان ته د ملي مقاومت جبهه نوم ورکوي، په پنجشېر او انداب کې له طالبانو سره وسلهوال مخالفت پیل کړی دی.
