Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2022

د پوهنتونونو ځینې محصلانې: طالبانو زمونږ د فراغت پر مراسمو هم بندیزونه لګولي

0
د افغانستان له یو شمېر پوهنتونونو ځینې فارغې شوې محصلانې ادعا کوي چې طالبانو یې د فراغت پر مراسمو هم یو لړ بندیزونه لګولي.



له لوړو زده‌کړو وروسته د فراغت په مراسمو کې ښايي د محصلانو لپاره د دوی د کورنیو د غړو ګډون د خوښې شېبه وي.


خو اوس د کابل پوهنتون یو شمېر ښځینه محصلانې وایي، طالبانو ترې دا خوښي اخیستې او د دوی د فراغت په مراسمو کې د دوی د کورنیو نارینه غړو ته د ګډون اجازه نه‌ورکول کېږي.


د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي د پښتو څانګې محصله لېمه رحماني چې سږ کال په لومړۍ درجه فارغه شوې ده، ازادي راډیو ته‌یې وویل، څلور کاله‌یې د فراغت غونډې ته ډېره تلوسه درلوده چې له کورنۍ او استادانو سره‌یې ونمانځي، خو سږ کال د طالبانو حکومت دا خوښي هم ورنه واخیسته.


لېمه وايي: "دغه هیله مې درلودله چې باید زما د فراغت په غونډه کې هم زما کورنۍ راسره وي او هم زما استادان هغو چې له ما سره زحمت ګاللی دی، ما ته‌یې لارښوونې کړې دي، ما غوښتل چې دا هر څه په خپلو سترګو ووینم، د نارینه‌وو استادانو نه‌ګډون د کورنۍ د سړیو نه‌ګډون دا هغه څه دي چې هره محصله‌یې ډېره زړه ماتې کړې ده، تر کومه به د نجونو دغه هیلې همداسې هیلې پاتې کېږي؟"


دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت روانه اوونۍ له کابل پوهنتون څخه د څلور زره محصلینو د فراغت غونډې په اړه رسنیو ته اعلامیه او انځورونه واستول چې په هغې کې هم یوازې هلکان ښکاري.




د خورشید خصوصي پوهنتون یوې محصلې چې نه‌یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله‌یې په دې راپور کې نوم خپور شي ازادي راډیو ته وویل، د دوی په پوهنتون کې د فراغت غونډه یوازې هلکانو ونمانځله.


هغې وویل:"ما ته اجازه رانه‌کړل شوه چې خپل فراغت ونمانځم، په تېرو کلونو کې به نورو محصلانو په ډېرې خوښۍ سره خپلې د فراغت غونډې ته کورنۍ او دوستان وربلل، خو سږ کال موږ له خپل دغه حق څخه محرم شوو، څلور کاله درس ویل مو کم کار نه‌دی."


په ورته وخت کې د کابل پوهنتون استادې زرغونې زېور رشتین ازادي راډیو ته وویل چې ۴۵ کاله استادي یې کړې، خو نه‌یې یادېږي چې په پوهنتون کې دې د ښځینه او نارینه محصلانو ترمنځ توپیر شوی وي.


رشتین وايي: "زموږ نجونې محصلینې له هر ډول خوښیو څخه بې برخې کېږي. ما ۴۵ کاله په کابل پوهنتون کې تدریس کړی دی، نن وایي چې کومې نجونې چې سږ کال فارغې شوې دي دوی د کورنۍ له سړیو او نارینه استادانو سره په ګډه د فراغت غونډه نه شي نمانځلی. دا ډېره د خواشینۍ خبره ده، دوی خویندې دي، میندې دي، مېرمنې دي، د دوی هغه وړه خوښي هم ورنه اخیستل کېږي."


د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت نظر هم ولري، خو ویاند یې ضیا هاشمي د دې راپور تر خپرېدو یې پوښتنې ځواب نه کړې.


پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ ۱۶ میاشتي کېږي، په دې موده کې طالبانو تر ډېره په مېرمنو او نجونو محدودیتونه لګولي دي.


ښځې یې له روغتیايي او دوه درې نورو برخو پرته په دولتي ادارو کې له کاره او له شرعي محرم پرته له سفره منع کړي او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي دي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России