دايکنډي کې يوې ۱۹کلنې نجلۍ ځانوژنه کړې
په دایکنډي کې د طالبانو چارواکي د یوې ۱۹ کلنې نجلۍ د ځانوژنې د پېښې خبر ورکوي.
د دایکنډي لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام علي جاوید، ازادۍ راډیو ته وویل، دغې نجلۍ د مرکز نیلي په یوه کلي کې پرون ماسپښین ځانوژنه کړې ده.
د جاوید په خبره د دې پېښې انګېزه لا معلومه نهده.
د دې نجلۍ ځینو خپلوانو د نوم نه ښوولو په شرط له ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي، هغې د کورنیو ستونزو له کبله ځانوژنه کړې ده.
د دوی په وینا دغه نجلۍ په بلخ کې د خپلې خوښې وړ پوهنځي ته بریالۍ شوې وه، خو کورنۍ یې د تحصیل له دوام سره مخالفت کاوه او د هغې د واده کېدو غوښتنه یې کوله.