د غزني په يو روغتيايي مرکز کې د جراحۍ څانګه فعاله شوه
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د غزني په یوه روغتیايي مرکز کې د جراحۍ څانګې د جوړېدو د چارو بشپړېدو خبر ورکړ.
دغې ادارې پرون په خپل ټویټر کې خبر ورکړی، چې اوس به هغه امیندوارې مېرمنې چې د جراحۍ عملیاتو ته اړتیا لري او په دې ساحه کې ۴۰زره ځايي اوسېدونکي مجبوره نه وي، چې د روغتیايي خدماتو پاره لیرو پرتو سیمو ته سفر وکړي.
په افغانستان کې لا هم خلک شکایت کوي، چې وړ روغتیايي خدمات نه وررسېږي او ګڼ کسان مجبوره کېږي د اساسي روغتیايي خدماتو لپاره نورو هېوادونو ته سفر وکړي.