طالبانو په غور کې د دوو نجونو د ځانوژنې پېښې تایید کړې
په غور ولایت کې د دوو زده کوونکو نجونو د ځانوژنې خبر ورکړل شوی دی.
د طالبانو تر ولکې لاندې باختر اژانس دغه دوې پېښې تایید کړې دي.
په خبر کې د غور د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو د ویاند عبدالرحمن بدري په حواله ویل شوي، چې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ په تیوره ولسوالۍ کې ځان غرغره کړی او بلې ۱۳ کلنې نجلۍ بیا د فېروزکوه په مربوطاتو کې په تېروتنه په رسۍ ځان زیندۍ کړی دی.
په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړل شوی.
بدري ویلي، چې د دوی ځواکونه د دغو پېښو د څېړنې په حال کې دي.
سرچینو ازادي راډیو ته ویلي، دغه نجونې د ښوونځي زده کوونکې وې.